Banner

د پکتيا اوسېدونکي د لارو د خرابوالي له ستونزو سره مخ دي

19.03.2009 08:28

د پکتيا ولايت اوسېدونکي وايې چې ولايتي چارواکو تراوسه پورې په دغه ولايت کې د لويو لارو جوړولو ته پاملرنه نه ده کړې او له همدې امله دوئ له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
پکتيا د مرکز په ګډون ١٤ ولسوالۍ لرې خو تراوسه يې يوې ولسوالۍ ته هم غځېدلې لويه لار نه ده پخه شوې.
په نوړي ولايت کې موټرچلونکي زياتوي چې د لارو خرابوالي د يو ساعت مزل ورته په ساعتونو ساعتونو اوږد کړى دى.
له ګرديزڅخه تر ځاځيو د لويې لارې موټر چلونکي رحيم ګل وايي چې له ګرديز نه ترځاځيو يوساعت لارده خو د سړکونو د خراب والي له امله موږ څلور ساعته مزل کو.
يو بل تن موټر چلونکي ميوه ګل وويل((دلارو دخرابولي له امله مو موټر ډيرخرابېږي په ځانګړي ډول دژمي په موسم کې له ګڼو ستونزو سره مخ وو.))
که څه هم ځينې لارې د دولت او ځينو موسيسو له خوار رغول شوې خو پکتياوال يې له کار څخه ناخوښه دي.
د سيد کرم ولسوالۍ يوتن اوسېدونکي عجب ګل وايي (( دلته دولت او ځينو موسيسو له خوا په سړکونو کارشوى خو دبې کيفېتۍ له امله دوه مياشتې هم دوام نه کوي .))
که له يوې خوا د لويو لارو خرابولي خلکو ته د مزل د اوږدېدو اونورې ستونزې پنځولي له بل پلوه يې سوداګر هم له ستونزو سره مخ کړي دي.
په ګرديز کې يوتن سوداګر عبدالجبار سادات وايي دکوم ولايت چې لارې سمې وي اقتصاد يې هم پياوړي وي او دتوکو په بيه کې يې دپام وړ ټيټوالى ترسترګو کېږي خوا چې دپکتيا لوېې لارې خرابې دي نو په سوداګرو هم دتوکو کرايه ډيره راځي او بيا اړ دي چې په لوړه بيه يې وپلوري.
خو دپکتيا والي جمعه خان همدرد وويل چې په دې ولايت کې له پخوا څخه کار نه دى شوى اوبل داې چې د سړې هوا له امله يې ځينې کارنو له خڼد سر مخ دي.
نوموړي زياته کړه چې دنوي کال په پيل سره به په پکتيا کې د ٤٣٥ مليونه امريکايي ډالرو په لګښت ٢٢١ کيلومتره سړکونه په پاخه ډول جوړشي.

که څه هم چارواکي په ټينګه د بيارغوني د چارو ترسره کولو ټينګې ژمنې کوي خو پکتياوال اندېښمن دي چې د پخوا په څېر يې ښايي چارواکي په خپلو ژمنو وفا ونه کړي.

ساحل منګل:پکتيا